او بيا بنى اِسرائيلو دا دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې، تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى. تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى، تا هر څيز له ساه ورکړې ده. آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عبادت کوى.
مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.