25 کۀ مونږ په وفادارۍ سره په هغه هر څۀ عمل وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې مونږ ته حُکم کړے دے، نو هغه به زمونږ نه رضا وى.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
نو بيا به دوئ په خُدائ توکل وکړى، او د هغۀ کارونه به نۀ هېروى، خو د هغۀ حُکمونه به منى.
د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.
هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.
تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم.
ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.
بلکې د ايمان طريقه د شريعت د طريقې نه بدله ده، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“
دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ له واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اودۀ کيږى. نو هغه به ستاسو شکريه ادا کړى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو دپاره د دې اجر وى.
ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.