Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 6:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 په راتلونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د دې ټول قانون د منلو حُکم مونږ له ولې راکړے دے؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 6:20
12 Iomraidhean Croise  

اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.


او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟


په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.


چې کله اختر شروع کيږى، خپلو زامنو ته ووايئ چې دا هر څۀ تاسو ځکه کوئ چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ ستاسو دپاره څۀ کړى وُو.


ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.


پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،


او لکه چې هغۀ څنګه وعده کړې ده، تاسو به خپل دشمنان د هغه ځائ نه وشړئ.


نو هغوئ ته ووايئ چې مونږ په مِصر کښې د فِرعون غلامان وُو او مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره مونږ بچ کړُو.


خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan