Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 6:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ او ښائسته ښارونه درکړى کوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 6:10
15 Iomraidhean Croise  

نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.


او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.


ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل، چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى، هغه کوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى، د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه. هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول، تا چې کوم ښۀ څيزونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو.


هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله، هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.


د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ،


زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى،


د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،


هغۀ مونږ د مِصر نه آزاد کړُو چې دلته مو راولى او دا مُلک راکړى، لکه چې څنګه هغۀ زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.


کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هغه هر څۀ مِلاو شى چې تاسو يې غواړئ او د اوسېدو دپاره ښائسته کورونه جوړ کړئ


اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.


ما تاسو له يو داسې زمکه درکړه چې تاسو هيڅکله کَرلې نۀ وه او داسې ښارونه مې درکړل چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو. اوس تاسو هلته اوسېږئ او د هغه باغونو نه انګور خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى او د هغه ونو نه د زيتُونو مېوه خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan