ګردان 6:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ. Faic an caibideil |
دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيتفعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.