30 لاړ شه او هغوئ ته ووايه چې واپس خپلو خېمو ته لاړ شى.
کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.
خو موسىٰ، تۀ، زما سره ايسار شه او زۀ به تا له زما ټول حُکمونه درکړم. هغه بيا خلقو ته وښايه، چې هغوئ په دې باندې په هغه مُلک کښې عمل کوى کوم چې هغوئ له ورکوم.