ګردان 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو، Faic an caibideil |
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم.