Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 5:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 5:15
23 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،


خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل.


اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.


چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه، د هغۀ مينه ابدى ده.


په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.


دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“


موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.


چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ.


په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.


نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.


هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.


ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.


د خپل لوئ طاقت او قُدرت سره هغۀ مونږ د مِصر نه راوويستلو. هغۀ معجزې او نښې څرګندې کړې او يروونکى کارونه يې وکړل.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan