11 زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېځايه اخلى.
دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى، او مخالفين دې نوم بېفائدې اخلى.
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“
ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.
زما په نوم د دروغو قسم مۀ خورئ چې ستاسو د دې د پوره کولو اراده نۀ وى، دا به زما د نوم سپکاوے وى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.
مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، تش د هغۀ عبادت کوئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.
خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.