Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:8
18 Iomraidhean Croise  

د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.


کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے او هغه بلکل باورى دے


ستا اصُول تر ابده صحيح دى ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه


ستا ټول کلام رښتونے دے او ستا ټول صادق کلام ابدى دے


ستا ټول حُکمونه باورى دى زما مدد وکړه ځکه چې بې‌وجه ما خلق زوروى


تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.


صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.


او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.


مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.


اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.


په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.


هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan