49 په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.
هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى.
د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.
بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،
دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.
موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.
بيتفعور، د پِسګه غر ښکته علاقې او بيتيسيموت.