Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45-46 دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيت‌فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:45
13 Iomraidhean Croise  

او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.


ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده


زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.


بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.


ما نه د هغوئ کينه او سپکوالے لرې کړه، ځکه چې زۀ ستا قانون منم.


ستا اصُول زما خوشحالى ده، او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.


کاش چې زما لارې پخې شى چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.


زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل.


پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے.


په راتلونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د دې ټول قانون د منلو حُکم مونږ له ولې راکړے دے؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan