43 د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
بِنجبر، په راماتجِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل،
هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.
د قُهات قبيلې څۀ کورَنو ته د اِفرائيم په علاقه کښې ښارونه او د څرن زمکې حواله شوې وې:
د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات.
د جاد په علاقه کښې: په جِلعاد کښې رامات، محنايم،
کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى.
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل.
هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.
د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې.
د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض،
د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،