42 کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى.
تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ
بيا موسىٰ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته درې ښارونه بېل کړل.
د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.