Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:38
14 Iomraidhean Croise  

نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے.


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.


د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے.


دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“


نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومونه وشړى او تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ کوم چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ګوره، ما سيحون بادشاه او د هغۀ مُلک ستاسو په مخکښې کمزورے کړے دے، د هغۀ مُلک ونيسئ او قبضه يې کړئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.


ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.


داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan