Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:32
15 Iomraidhean Croise  

نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل،


د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه.


اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم.


زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.


اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟


”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.


او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.


او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.


مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.


کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى،


تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.


اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“


بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan