Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:3
9 Iomraidhean Croise  

ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.


په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو.


ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو او په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو وبا راغله.


آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.


خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى.


په فعور کښې زمونږ هغه ګناه درته ياده ده څۀ، چې په کوم وخت کښې مالِک خُدائ په خلقو وبا راوستله؟ مونږ د هغې په وجه تر اوسه پورې په تکليف کښې يُو. ولې هغه ګناه کافى نۀ وه څۀ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan