Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:29
31 Iomraidhean Croise  

خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.


هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.


هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى.


د يهوداه ټول خلق خوشحاله وُو ځکه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه لوظ کړے وو. هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشحاله وُو، مالِک خُدائ هغوئ قبول کړل او د ټولو دشمنانو نه يې په امن کښې کړل.


او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.


هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.


خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.


نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.


زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.


د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه


بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.


ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.


خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بې‌وفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“


نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.


اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،


نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ.


خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.


تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.


خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“


سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan