27 مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.
نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“
يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“
هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بېعزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.
او د هغوئ اولاد يې په قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغه يې په مُلکونو کښې تس نس کړل.
مونږ تا د ګډو په شان حلالېدو ته پرېښودو، او د قومونو په مينځ کښې دې تس نس کړُو.
تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل، او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.
خو صرف يو څو کسان به پاتې شى او اِسرائيل به د زيتُونو د داسې ونې په شان وى چې د هغې نه ټول زيتون راټول کړے شوى وى خو صرف دوه درې دانې يې په آخرى سر باندې او يا يو څو يې په لاندې څانګو کښې پاتې وى. ما مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“
نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“
نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.
نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.
خو ما هم په صحرا کښې دوئ سره قسم وخوړلو چې زۀ به هغوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ کړم،
زۀ به تاسو د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم، او زۀ به تاسو د پليتۍ نه پاک کړم.
مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو.
مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.
زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.
زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.
ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“
مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى.
مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“
نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.
ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.