د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“
د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيتايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.
خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ او زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده.