چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ.
زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى،
تر دې پورې چې تاسو به په هغه مُلک کښې تر ډېره وخته پورې يئ او بچى او نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه مۀ ګناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے او د دې په وجه به هغه غصه شى.