22 زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.
کله چې تۀ هغه وګورې، نو د هارون په شان به تۀ هم مړ شې،
ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.
”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړې نو مړ به شې.“
ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.
مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم.
د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،