13 هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو.
د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.
مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.
اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“
چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو،
هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واورېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې تاسو ته هغه ټول قانون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه مُلک کښې عمل کوئ چې په کوم باندې تاسو حمله کوئ او قبضه کوئ يې.
کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.
په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربانګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.