11 چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه.
هغۀ آسمان وشلولو او لاندې راغلو، د هغۀ د پښو لاندې يوه توره تيارۀ وه.
د زلزلې نه پس اور راغلو، خو مالِک خُدائ په اور کښې هم نۀ وو. او د اور نه پس، يو نرے آواز راغلو.
هغۀ د خپله ځانه ګېرچاپېره تيارۀ تاو کړله، د باران نه ډکه وريځ يې د خپل ځان نه راتاوه کړله.
او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،
هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واورېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو.
کله چې ټول غر اور اخستے وو او تاسو د تيارې نه آواز واورېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل