Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 4:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 4:1
40 Iomraidhean Croise  

چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى، ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.


مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.


تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښائې او تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه او هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.


نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.


خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.


زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.


زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.


تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم.


زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ.


زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“


زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“


د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.


نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“


کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى،


همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ.


کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ.


زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.


د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“


د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“


دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيت‌فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.


بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.


موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.


بيا مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانون به عمل کوُو او د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مونږ داسې وکړل نو زمونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى او کاميابى به زمونږه وى.


تاسو ته چې څۀ ښودلے شوى دى نو په هغې عمل وکړئ، نن چې ما کوم قانون درکړے دے په هغې عمل وکړئ.


ما چې نن کوم قانون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ او ودان شئ او هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار نيکۀ سره کړې ده.


پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.


اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.


بيا يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan