8 بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،
چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.
د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو.
کله چې بتسبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.
صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.
د اِسرائيلو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارون مړ دے او دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.
او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.
موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.
د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.
نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو.