Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 34:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 34:7
11 Iomraidhean Croise  

چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“


د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.


تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.


نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د ‎پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بې‌اِنصافى نشته.


په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.


کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشته‌دارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى.


د څلوېښت کاله تېرېدو نه وروستو يوه فرښته د سينا غرۀ سره نزدې په صحرا کښې د سوزېدونکى بوټى په لمبو کښې موسىٰ ته راښکاره شوه.


هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.


او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.


بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan