Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 34:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 34:11
8 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


د خپل لوئ طاقت او قُدرت سره هغۀ مونږ د مِصر نه راوويستلو. هغۀ معجزې او نښې څرګندې کړې او يروونکى کارونه يې وکړل.


نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.


بل يو پېغمبر هم داسې لوئ لوئ او يروونکى کارونه نۀ دى کړى لکه چې موسىٰ د ټولو بنى اِسرائيلو په وړاندې وکړل.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan