10 نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو.
مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.
نو مالِک خُدائ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو او په کورونو، صحنونو او په پټو کښې چيندخې مړې شوې.
دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“
مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى.