ګردان 33:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“ Faic an caibideil |
دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنىايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطىايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود.