Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 33:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 33:12
24 Iomraidhean Croise  

بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله.


او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.


کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى.


کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى.


او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے، او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.


په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.


په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.


دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم.


دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.


زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“


ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.


اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.


کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه مُلک تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دشمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى او تاسو به په امن کښې اوسېږئ.


لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل.


مالِکه خُدايه، د هغوئ د قبيلې مدد وکړه چې تکړه شى، د هغوئ د کارونو نه خوشحاله شه. د هغوئ دشمنان ختم کړه، او مۀ يې پرېږده چې بيا سر راپورته کړى.“


ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ او د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


بيا سموئيل هره قبيله وړاندې راوستله او د بنيامين قبيله د پچې په ذريعه خوښه کړے شوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan