د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربانګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.
کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“