8 خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،
د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت،
د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو.
د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“
کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى.
اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.
ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،
شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.
تا په خپله د زمکې ټول سرحدونه مقرر کړل، تا دواړه د ګرمۍ او يخنۍ موسمونه پېدا کړل.
ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.
تا ووئيل چې پاس وريځو ته به وخېژم او د خُدائ تعالىٰ په شان به شم.
د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“
اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو.
نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.
د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم، د غرونو نه زۀ هغوئ وينم. هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى، هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومونو نه بختور دى.
څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.
هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.
اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده،
نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.