7 تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.
ځان سره دوئ وائى چې، ”هيڅ به مو نۀ کړى په لړزان، ټول عمر زۀ به يم خوشحاله او د سختو به يم په امان.“
اے مالِکه خُدايه ستا پخوانے شريعت ما ته ياد دے، او زما په دې باندې تسلى کيږى.
اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.
ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟
هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو، او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل. او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو، چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.
چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟
په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.
هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
بيا هغوئ ته هغه تېره زمانه راياده شوه کله چې موسىٰ د خپلو خلقو د مِصر نه راوتو کښې رهنمائى کوله. هغوئ چغه کړه، ”هغه چرته دے چا چې بنى اِسرائيل د سمندر نه پورې ويستل، چې موسىٰ د هغوئ شپون وو؟ هغه چرته دے چا چې خپل مقدس روح راولېږلو چې د هغۀ د خلقو په مينځ کښې وى؟
تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.
جدعون ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ چې زمونږ مل دے نو دا هر څۀ په مونږ ولې شوى دى؟ هغه ټول عجيبه کارونه چرته دى چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيل چې مالِک خُدائ کول، هغوئ يې څنګه د مِصر نه راوويستل؟ مالِک خُدائ مونږ پرېښودلى يُو او ميديانيانو ته يې مونږ حواله کړى يُو.“