52 تاسو به د يو لرې ځائ نه هغه مُلک وګورئ، خو تاسو به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځئ کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د عباريم غرونو ته وخېژه او هغه مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.
ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.
د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.
”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.
هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.