51 ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بېوفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.
په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو.
ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.
د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.
ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟