45 کله چې موسىٰ د خُدائ پاک خبرې د خلقو سره ختمې کړې،
موسىٰ او د نون زوئ يشوَع د دې حمد ټولې خبرې بيان کړې، د دې دپاره چې د بنى اِسرائيلو خلق يې واورى.
هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.