ګردان 32:42 - Pakistani Yousafzai Pashto42 زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“ Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.