Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 32:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 32:39
41 Iomraidhean Croise  

”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.


کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


او بيا بنى اِسرائيلو دا دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې، تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى. تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى، تا هر څيز له ساه ورکړې ده. آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عبادت کوى.


خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه.


اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے.


کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.


خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې، او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.


ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى، او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.


د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟


ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.


ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.


زمونږ قادر مطلق خُدائ هغه مالِک خُدائ دے څوک چې خلاصون ورکوى، قادر مطلق خُدائ څوک چې مونږ د مرګ نه خلاصوى.


تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې. يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو او چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو.


د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.


مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى.


سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.


هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


هم ما ستاسو د خلاصون اعلان وکړو او تاسو ته مې خلاصون درکړو، او دُنيا ته مې ښکاره کړو. او ستاسو په مينځ کښې بل يو غېر معبود هم داسې څۀ نۀ دى کړى، څۀ چې ما کړى دى.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو زما ګواهان يئ چې زۀ خُدائ پاک يم.


زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.


اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“


”اے بنى اِسرائيلو، زما غوره کړے شوو، ما ته غوږ ونيسئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم، زۀ اولين او آخرين يم.


نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ګورئ، اے زما خلقو، زۀ به ستاسو قبرونه پرانيزم او د هغوئ نه به مو بهر راوکاږم او زۀ به تاسو واپس د اِسرائيل زمکې ته راولم.


هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.


د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.


ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“


يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.


مالِک خُدائ تاسو ته دا وښودل چې دا ثابِته شى چې يواځې هغه خُدائ پاک دے او بې له هغۀ نه بل نشته.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،


تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“


هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“


د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،


مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan