نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.
اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.
کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.