34 د مالِک خُدائ په ياد دى چې د هغوئ دشمنانو څۀ کړى دى، هغه د صحيح وخت اِنتظار کوى چې هغوئ له سزا ورکړى.
زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.
کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده.
ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل.
”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟
د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“
د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.