3 زۀ به د مالِک خُدائ د نوم بيان وکړم، زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ.
اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى د خاطره، او د خپلې مرضۍ په مطابق تا دا ټول لوئ لوئ کارونه کړى او ښودلى دى.
هلته د ټولې غونډې په مخکښې داؤد د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زمونږ د پلار نيکۀ يعقوب مالِک خُدائ، خُدائ پاکه، ستا ثناء صِفت دې د همېشه دپاره وى.
تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.
اوس زمونږ خُدايه پاکه، مونږ ستا شُکر کوُو او مونږ ستا د جلال نه د ډک نوم ثناء صِفت کوُو.
د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بېحده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
زما دپاره د خاورې نه يوه قربانګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.
زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، تۀ لوئ يې، او تۀ زورَور يې.
په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“
ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بېشانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى،
اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.
او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.