ګردان 32:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بېکاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم، Faic an caibideil |
هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.