Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 32:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 32:13
16 Iomraidhean Croise  

هغه ما د هوسۍ په شان تېزوى. هغه ما په غرونو کښې په حِفاظت کښې ساتى.


هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.


کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل.


هغۀ جوړې کړى زما پښې د هوسۍ د پښو په شان، چې شمه پاس په اوچتو غرونو روان.


خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“


کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.


نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“


نو تۀ په سپينو او سرو زرو سنګار شوې، تا د قيمتى کتان او ګُلکارۍ جامې واغوستې. ستا خوراک ښۀ اوړۀ، شات او د زيتُونو تېل وُو. تۀ ډېره ښکلې شوې او ستا نه مَلِکه جوړه شوه.


زۀ به هم خپل لاسونه وپړقوم او زما غضب به سوړ شى. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.


خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم.


مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو.


اے بنى اِسرائيلو، ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته، د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے، ستاسو د مدد دپاره هغه په وريځو سور راځى.


اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“


هغۀ تاسو د هغه لوئ او يروونکى بيابان په لاره بوتلئ چرته چې زهريله ماران او لړمان وُو. په هغه خُشکه او تږې زمکه کښې هغۀ ستاسو دپاره د سختې تيږې نه اوبۀ روانې کړې.


يو داسې مُلک چې غنم، اوربشې، انګور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل او شات په کښې پېدا کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan