5 مالِک خُدائ به تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړى او تاسو به د هغوئ سره خامخا هم هغه شان کار کوئ لکه څنګه چې ما درته وئيلى دى.
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.
د هغوئ نه مۀ يرېږئ، هغه څۀ راپه ياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په فِرعون او په ټول مِصر وکړل.
مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو.
مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.