Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 31:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 31:2
17 Iomraidhean Croise  

خو د ضروياه زوئ ابيشے د داؤد د مدد دپاره راغلو او په دېو باندې يې حمله وکړه او وې وژلو. بيا د داؤد سړو د داؤد نه لوظ واخستلو چې هغه به بيا هيڅکله د هغوئ سره جنګ له نۀ ځى. هغوئ ووئيل، ”تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره لکه د رڼا اُميد يې او مونږ دا رڼا ختمېدل نۀ غواړُو.“


مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.


زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.


په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.


خو مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”تاسو په ما ايمان نۀ لرلو چې زما مقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه مُلک ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“


او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“


تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.


کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشته‌دارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى.


ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.


نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو سره خپلې خبرې جارى وساتلې،


موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan