Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 30:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 او تاسو به بيا د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه به منئ کوم چې نن زۀ درکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 30:8
14 Iomraidhean Croise  

انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“


زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.


زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.


په سولۍ باندې مسيح د خپل مرګ په وسيله دواړه قبيلې په خپل بدن کښې يو کړې او د خُدائ پاک سره يې پخلا کړې، او کومه دشمنى چې يې په خپلو کښې کوله هغه يې د مرګ تيارو ته وغورزوله.


کۀ تاسو او ستاسو اولاد مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه ومنئ کوم چې نن زۀ درکوم،


مالِک خُدائ به دا ټول لعنتونه ستاسو په دشمنانو واچوى، چې هغوئ ستاسو نه کرکه کوله او تاسو يې کړَولى يئ،


مالِک خُدائ به تاسو په هر کار کښې کاميابوى، ستاسو به ډېر اولاد او ډېر څاروى وى او ستاسو پټى به ډېر فصلونه پېدا کوى. هغه به ستاسو په کاميابولو باندې دومره خوشحاله وى لکه څنګه چې هغه ستاسو د پلار نيکۀ په کاميابولو خوشحاله وو،


ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan