Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 30:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 30:16
15 Iomraidhean Croise  

سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.


زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.


خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.


څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“


ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.


خو کۀ تاسو د هغۀ نه واوړئ او د هغۀ فرمانبردارى نۀ کوئ او د نورو معبودانو د عبادت دپاره بې‌لارې کول کوئ،


زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


دا د لارښودنې هسې تشې خبرې نۀ دى، دا ستاسو د ژوند خبرې دى. دا ومنئ نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې د اُردن سيند نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.


نو بيا کوشش کوئ چې د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan