14 بلکې هغه پېغام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے، چې عمل پرې وکړئ.
تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
کۀ چرې تاسو په موسىٰ ايمان ساتئ نو په ما به يې هم ساتئ ځکه چې هغۀ زما په حقله ليکلى دى.
زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېريهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.
نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟
ګورئ زۀ نن ستاسو په وړاندې يو طرف ته ژوند او خوشحالى ږدم او بل طرف ته مرګ او تباهى ږدم چې تاسو به څۀ خوښوئ.