13 نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟
د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.
ځکه چې حِکمت د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے، او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے.
د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“
دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟
بلکې هغه پېغام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے، چې عمل پرې وکړئ.